جاپان: د اټومي بټۍ کارکوونکي د ۲ نمبر ري اکټور ته د برېښنا رسولو هڅه کوي

د جاپان د فوکوشيما په ويجاړې شوې اټومۍ بټۍ کې کارکوونکي نن دويم نمبر ري اکټور ته د برېښنا د برابرولو هڅه کوي. دوى تمه لري چې په دې توګه به د ري اکټور سړوونکى سيسټم فعال او د يوې سترې اټومي فاجعې مخه ونيول شي.

د برېښنا موجوديت د انجنيرانو هغو هڅو ته مهمه ده، چې غواړي زلزله او څونامي ځپلي شپږ ري اکټورونه ساړه وساتي او په دې توګه د راډيو اکتيف وړانګو د مرګوني خپرېدو مخنيوى وکړي.

جاپاني چارواکي وايي د ويجاړوونکې زلزلې او څونامي له کبله د وژل شويو کسانو رسمي شمېر اته زره يوسل او درې دېرشو ته پورته شو او تر دوولسو زرو زيات نور خلک ورک دي.

پوليس وايي دوى فکر کوي چې يوازې به په مياګي کې پنځلس زره کسان مړه شوي وي، چې د اعلان شويو شمېر دوه برابره دى، دا د جاپان په شمال ختيځ کې د څلورو زلزله ځپلو سيمو يوه ده.

وروسته تر هغه چې په ځينو غذايي موادو او اوبو کې په لوړه کچه د خطرناکو وړانګو نښې وموندل شوې، د دغو وړانګو د خپرېدو په باب اندېښنې په زياتېدو دي.

يو ښه خبر دا دى چې نن د جاپان په شمال ختيځ کې ژغورونکو، يوه ٨٠ کلنه مېرمن او يو تنکى هلک تر زلزلې ٩ ورځې وروسته له يوه ويجاړ شوي کور څخه ژوندي وايستل.