ملي اردو په ارزګان کې ۳ تنه طالب وسله وال وژلي دي

د ملي اردو ځواکونه وایي، چې تیره شپه یې په پوځي عملیاتو کې د ارزګان ولایت په چهار چینو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال مخالفان وژلي دي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، چې په دې عملیاتو کې یو میل ماشینداره او دوه میله کلاشینکوفونه هم ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

تردې وړاندې د لوګر او بغلان ولایتونو امنیتي چارواکو هم ویلي وو، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې تیره شپه د درې پاکستانیو په ګډون شپاړس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نیول شوي دي.