د کابل امینه قومندانۍ ځینې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې

د کابل امنیتي مسوولانو یوه اندازه ترلاسه کړې وسلې اومهمات نن د ډایاګ یا وسلې ټولولو پروګرام ته وسپارل.

د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي د دې وسلو او مهماتو د سپارلو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې دا دولس میله سپکه وسله، ماینونه او د درنو وسلوډول ډول ګولۍ د کابل ولایت له بیلابیلو سیمونه د پولیسو له خوا نیول شوې وې:

جنرال سالنګي وویل، چې د دې وسلو او مهماتو په تړاو څلور تنه مشکوک کسان هم نیول شوي چې دا مهال ترتحقیقاتولاندې دي.

ده وویل، پولیس هڅه کوي له غیرمسوولو کسانو څخه وسلې را ټولې کړي ترڅو په کابل کې لا امنیت ټینګ او خلک د خطر احساس ونه کړي.