د لوګر په عملیاتو کې ۹ تنه طالب وسله وال وژل شوي

په لوګرولایت کې د افغان اوبهرنیوځواکونوپه پوځي عملیاتوکې تیره شپه نهه تنه وسله وال مخالفان وژل شوي اوپنځه نور ټپیان شوي دي.

د لوګرد ملي امنیت رییس جنرال رازمحمد لوڼي ازادي راډیوته وویل، چې دا پوځي عملیات د ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو له خوا د بهرنیو ځواکونو په هوایي ملاتړ د پل علم په پس اب سیمه کې ترسره شوي دي.

جنرال لوڼي څرګنده کړه، چې په وژل شوو طالبانو کې دوه تنه بهرني اتباع هم شامل دي.

ده څرګنده کړه، چې په دې عملیاتو کې دوه تنه وسله وال مخالفان له اوه میله کلاشینکوفونو، د دولت ضد تبلیغاتي پاڼو او یوه اندازه مهماتو سره نیول شوي هم دي.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.