امریکا په بحرین کې د اپوزوسیون د مشرانو پر نیونې خواشیني وښوده

د امریکا متحد ایالات وایي، په بحرین کې د اپوزسیون د مشرانو او نورو هغو کسانو نیولو خواشیني کړي دي، چې د عربي خلیج په دغه واړه هیواد کې د ډیموکراسۍ هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بحرین له حکومته غوښتې دي، چې قضایه چارې شفافې کړي او امنیتي ځواکونه په ځانګړې ډول په روغتیایي مرکزونو او تاسیساتو کې له تشدده لاس وا خلي.

د بحرین حکومت د امریکا نژدې ملاتړی دی او د امریکا جنګي بیړۍ په دغه هیواد کې دېره دي.

د بحرین د سني واکمنې پاچاهۍ ملاتړ د عربستان پوځیان کوي څو د اکثریت شیعه و مخه ونیسي.

پرون په مرکز منامه کې امنیتي ځواکونو د لوء لوء چوک چې د شیعه و د پاڅون اصلي مرکز و ، ونیو.

په ایران او عراق کې شیعه و د بحرین د مظاهره کوونکو په ملاتړ مظاهرې وکړې.