په جاپان کې کارکوونکي نن هم هڅه کوي د اضطراري عملياتو په مرسته، د زلزلې او څونامي ځپلې اټومي بټۍ سړوونکو سيسټمونو ته برېښنا اعاده کړي او په دې توګه له دغو تر حد زياتو تودو شوېو ري اکټورونو څخه د وړانګو د مصيبت پاروونکي خپرېدو مخنيوى وکړي.
تمه کېږي د پايتخت توکيو د شمال په دوه نيم سوه کليومترۍ کې فوکوشيما داييچي اټومي بټۍ د ري اکټورونو د سړولو لپاره څو ټنه اوبه وبهول شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار د ادارې مشر یوکیو امانو نن په جاپان کې روان اضطراري حالت ډېره جدي پېښه وبلله، نوموړي په جاپان کې د خبرو پر مهال وويل د وضعيت د کنټرول لپاره نړېوالۍ همکارۍ ته اړتيا ده.