د ننګرهار په خوګیاڼو کې پر بهرنیو ځواکونو ځان مرګۍ برید شوی

تېره شپه د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو ځان وژونکې حمله وشوه.

په سيمه کې د ائتلافي ځواکونو يوه وياند ازادۍ راډيو خبريال ته وويل، چې په دې پېښه کې يې يو ټانک ويجاړ شوى او چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.

خو ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي، بيا ادعا کړې چې په دې ځان وژونکي حمله کې يې ١١ امريکايي عسکر وژلي، بهرنيو ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.