افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د پاکستان له صدراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني سره په ټیليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا او د سيمه ييز امنيت پر ټينګېدو خبرې وکړې.
د افغانستان د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې دواړو مشرانو د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ او هماهنګۍ پر زياتېدو هم خبرې وکړې.
افغان ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړه، چې په يوه رسمي سفر افغانستان ته لاړ شي، چې نوموړي دا غوښتنه منلې ده.