د روسیې په مشرۍ د سیمه ایز امنیت یوه ټولنه وايي، تر اوسه لاوختي ده چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووزي.
د ډله ییز امنیت د ټولنې مشر نیکولای بوردیوژا پرون په تاجکستان کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغانستان له موجودو ګواښونو سره په یوازې ځان مقابله نشي کولای.
بوردیوژا زیاته کړه، چې په افغانستان کې د تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان ځوانان روزل کېږي، څو وروسته بیا د ګډو پولو له لارې بېرته خپلو هېوادو ته ستانه شي او سیکولر حکومتونه تهدید کړي.
دې مقام زیاته کړه، په اوس وخت کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل به په دې معنا وي چې افغانستان به له پراخو ستونزو سره مخ شي او د منځنۍ اسیا د ټولې سیمې لپاره به یو ګواښ رامنځ ته کړي.
د ډله ییزامنیت په تړون کې روسیه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان غړیتوب لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تاجکستان څو ورځې مخکې له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د دې هېواد د ګډ سرحد په ساتنه کې مرسته ورسره وکړي.