د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د ملګرو ملتو له امنیت شورا بیړنۍ غوښتنه کړې ده، چې خپل اختلافات اړخ ته کړي او پر یوه پریکړه لیک سلا وکړي چې ورسره د لیبیا پر فضا پر الوتنو بندیز ولګول شي.
د امنیت شورا د پنځلسو غړېو هېوادو د مشرانو په نوم په استولي لیک کې سارکوزي ویلې دي چې دا د دوی بشپړ مسوولیت دی چې د لیبیا پېښو ته اندیښنه ولري.
نیکولاس سارکوزي په لیک کې څرګنده ړې ده چې د قذافي رژیم د امنیت شورا د فبروري د شپږ ویشتمې نیټې پریکړه لیک ته اهتمام نه دی کړی.
فرانسه ، بریتانیا او لبنان د لیبیا پر فضا د الوتنو د مخنیوي ملاتړ کوي خو د امنیت شورا نورو غړېو د چین او روسیې په ګډون په دې برخه کې شرایط وضع کړې دي.