م.م: د جاپان د اټومي انرژۍ بټۍ پنځه سلنه زیانمنه شوې

د ملګرو ملتونو اتمي ادارې مشر پرون وویل، د جاپان په فکوشیما کې د زلزلې د ټکانونو له امله د اتمي انرژۍ په تاسیساتو کې ممکن لږه وراني شوې وي.

یوکیا امانو چې د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې مشر دی په ویانا کې پرون خبرې کنفرانس ته وویل، دا زیان په سلو کې له پینځو کم دی.

د فوکوشیما – دایچې په دوهم واحد کې دننه د وراني احتمال شته، خو دا وراني د هستوي سوند موادو کې په سلو کې له پینځو کمه اټکل شوې ده.

هغه د جاپان وروستي پیښې د اندیښنې وړ وبللې او ویې ویل، هغه تر اوسه هم په دې باور دی، چې دا پیښه په نولس سوه شپږ اتیایم کال کې د اوکراین د جرنوبل له پیښې فرق لري.

په عین حال کې د جاپان حکومت ويلي، پرون د فوکوشیما په اتمي تاسیساتو کې د چاودنې او سوزیدني له امله د شعاع د خپریدو سطح ډیره وه، خو اوس بېرته کمه شوې ده. تر سوزني وروسته اور مړ شوی دی.

د جا پان حکومت له خلکو غوښتي، چې د دې تاسیساتو په دېرش کلیومترۍ سیمه کې دې په خپلو کورونو کې پاتي شي. باد راډیو اکتیف وړانګې د ارام سمندر او نورو هیوادونو په لور وړي.

چارواکي وايي، ددې خطر شته د تیرې جمعې په ورځ په جاپان کې د زلزلې او څونامي وورسته پیښو کې په لسګونو زره کسان وژل شوې وي.