په جاپان کې حکومتي مقامات وايي چې د دې هیواد په زلزله ځپلو سیمو کې د اتومي وړانګو اندازه دې حد ته لوړه شوې چې د انسانانو صحت ته خطرناکی دي .
چارواکو د چاودنې د سیمې په دیرش کیلومترۍ کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې له کورونو دباندې ونه اوځي .
حتې ویل شوي چې که څه هم ضعیفي دي ، خو د اتومي وړانګو ساحه تر توکیو پراخه شوې ده .
د نړۍ د هوا پیژندنې اداره وايي چې شدید بادونه د دې سبب شوي دي چې د جاپان او نورو اسیایي هیوادونو له فضا څخه د راډيو اکټیف مضر بڅرکي د پاسفیک سمندر په لور ولاړ شي .
ویره ده چې په جاپان کې د وروستۍ سونامي او شدیدې زلزلې له امله د مړیو شمیر لس زرو ته رسیدلی وي .