م.م: په ایران کې سنګسار او اعدامونه ډېر شوي

ملګروملتو پرون وويل، ايران د خپلو مخالفانو ځپلو او د نشه يي موادو د قاچاقبرو، سياسي بنديانو او کم عمرو جنايتکارانو اعدامونو ته زور ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په يوه راپور کې همداراز په ايران کې د زنا په تور د ښځو او نارينه وو د سنګسارولو، د بدن د غړيو د پرې کولو او په شلاقو د وهلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

ده د بشري حقونو شورا ته په يوه راپور کې ويلي، چې خبريالان، د ويبلاګونو چلوونکي او مدافع وکيلان نيول شوي يا له کاره منع شوي دي.

سرمنشي د ايران له حکومته غوښتي، چې د ملګرو ملتونو محققان پرېږدي، چې د ايران د وضعيت د ليدلو لپاره دغه هيواد ته لاړ شي.