په خوست کې چاودنې یو پولیس وژلی

د خوست امنیتي مسولین وایي، د خوست ښار په ختیځ د شمل په سیمه کې د سرحدي پولیسو پرموټر د ماین چاودنه شوې.

د خوست د امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي ازادي راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوې او موټر یې هم زیانمن شوی دی.

د حزب اسلامي یوه ویاند زبیر صدیقي د دغې چاودنې مسولیت په غاړه اخستي او وایي، چې په دې چاودنه کې څلور پولیس وژلي او درې یې ټپیان کړي دي.

امنیتي مسولین بیا دغه ادعا ناسمه بولي.