جرمني سرتیرو په کندز کې د یوې ښځې د وژنې څخه انکار وکړ

که څه هم د کندوز امنيتي چارواکي وايي يوه ښځه د جرمني ځواکونو په ډزو وژل شوې، خو جرمني دغه خبر ردوي.

پرون شنبې د جرمني د پوځ يوه وياند وويل، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د دې ښځې په وژلو کې جرمني ځواکونه لاس نه لري.

تر دې مخکې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام محى الدين ويلي وو، چې د چهارشنبې په ورځ يوه ښځه د جرمني ځواکونو په ډزو ووژل شوه.

امنيه قوماندان دا هم وويل، چې جرمني ځواکونو ويلي، لومړۍ په سيمه کې پر دوي حمله وشوه. امنيه قوماندان وايي دا د جرمني ځواکونو تېروتنه وه، چې هغه ښځه يې ووژله.

د جرمني د پوځ وياند د ادعا په ردولو سره وويل، هغه دغه افغان مېرمن په سر کې زخمي شوې وه، جرمني ځواکونو په کندوز کې خپل روغتون ته بوتله، خو ډاکټرانو د هغې په سر او بدن کې د کومې ګولۍ نښه ونه ليده.