په ننګرهار کې مېشت اېتلاف ځواکونه وايي، چې په یو لړ پوځي عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان له پنځو ملګرو سره نیولی دی.
د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پوځي عملیات تېره شپه په پچیراګام ولسوالی کې شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په ځان وژونکو بریدونو او د سړک د غاړې د ماینونو په خښولو کې لاس دلود.
بل خوا د ننګرهار په بهسودو ولسوالی کې بهرنیو سرتېرو دوه تنه وژلي او یو يې له ځانه سره وړی دی.
خو سیمه ییز اوسیدونکي وايي، چې وژل شوي او نیول شوي کسان ملکي وګړي دي.
خو په ننګرهار کې مېشت ايتلاف ځواکونه وايي، چې دغه پوځي عملیات له مرکز څخه تنظیم شوي و او دوی په دې هکله معلومات نه لري.