جوبایډن به د روسيي له صدراعظم سره وویني

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن به نن د روسیې له صدراعظم ولادمیر پوتین سره وویني.

جوبایډن پرون د کرملین له نورو مشرانو سره خبرې وکړې، په دې خبرو کې ده روسي چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې واشنګتن د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د روسیې د غړیتوب ملاتړ کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر پرون یو په یو د روسیې له ولسمشر دیمیتري میدفیدیف سره د هغه په استوګنځي کې د مسکو په لمن کې ولیدل.

دا لومړی ځل دی چې جوبایډن یو په یو له ولادیمیر پوتین سره غږیږي.

داسې اټکل کېده چې اصلي موضوع به د لیبیا وي او په اروپا کې به د امریکا د توغندېو ضد سیستم د نصبېدو په اړه هم خبرې وشي.

پرون جوبایډن د روسیې د صدراعظم له مرستیال ایګور شووالوف سره هم وکتل او ویې ویل، چې موږ هڅه کوو چې په روان کال کې روسیه د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړې شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر او د روسیې د صدراعظم مرستیال یو تړون هم لاسلیک کړ، چې له مخې یې د روسیې ایروفلوت هوایي چلند له امریکا اته ( بي ۷۷۷) الوتکې د دوه اعشاریه دوه میلیارډو ډالرو په ارزښت پلوري.