په بغلان کې ۱۲ مخالفین وسلوال مخالفین وژل شوي

د بغلان چارواکي وايي، د دې ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې دولس وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

د بورکه ولسوال سنګي محمد نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې بمباري تیره شپه د وسلوالو مخالفینو په یوه مرکز شوې ده.

د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په دې حمله کې د اتو وسلوالو طالبانود وژل کېدو خبره تایید کړې، نوموړي له یوه نامعلوم ځایه په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې د وسلوالو طالبانو په ځوابي ډزو کې بهرنیو عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

نړېوالو ځواکونو په دې اړه څه تبصره نه ده کړی.