اوباما او کامیرون د لیبیا پرحالاتو خبرې کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د بریتانیې صدراعظم ډیويډ کامیرون د لیبیا پرحالاتو خبرې کړې دي .

سپينه ماڼۍ وايي، چې دواړو رهبرانو د لیبیا پر هوايي حریم د پروازونو د تحریم پر امکان خبرې کړي دي .

رپوټونه وايي، چې د لیبیا رهبر معمر القذافي ته وفادارو ځواکونو د زوایا د ښار د بیرته نیولو لپاره له زیاتې قوې څخه کار اخیستلو ته ادامه ورکړې .

یوه حکومتي چارواکي ویلي، چې د قدافي پلویان د زوایا د ښار کنټرول لري . زوایا د لیبیا په شمال کې ساحلي ښار دی او له مرکز طرابلس څخه پینځوس کلیومتره واټن لري .

د لیبیا په ختیځ کې هم د رپوټونو په اساس د راس لانوف په ښارګوټي بمبارۍ شوي دي . د لیبیا د راس لانوف ښار هم د مدیترانې په غاړه پروت او د تیلو غني زیرمې لري .