په افغانستان کې د سولې لپاره د روانوهلو ځلو او افغان ځواکونو ته د امینیتي مسئولیتونو د سپارلو په لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یو لړ نوي وړاندیزونه کړي دي.
د دې وړاندیزونو له مخې به د راتلونکي کال لپاره په افغانستان کې د یونما د دفتر فعالیتونه داسې تنظیم شي چې لارښوونه به یي تر ډیره ځایه د افغانانو په واک کې وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو له سپارلو سره سم، ضروري ده چې په هېواد کې د یونما فعالیتونه د امنیت شورا له پریکړو سره سم، نوي بڼه غوره کړي. ده وویل:
(افغان حکومت ډاډمن دی، چې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد په لړۍ کې د یونما دفترونه، د ټولو ولایتونو په نسبت، یوازې په شپږو زونونو کې ګټور ثابتیدلی شي.
دا د دفترونو شمېرهم کموي او د زیاتو لګښتونو مخه هم نیول کیږي او د ښې حکومتداري په برخه کې د یونما د مرستو هیله کوو.)
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په انتخاباتو او له افغانستان سره د بهرنیو مرستو په لګولوکې افغان دولت ته پوره برخه ورکول، هم په دغو وړاندیزونو کې شامل دي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا هرکال په افغانستان کې د یونما یا په دې هېواد کې د ملګروملتونو د سیاسي نماینده ګي فعالیتونه تنظیموي، څارنه یي کوي اوغځوي یي.
دا په داسې حال کې ده، چې کله کله د دې دفتر پرفعالیتونه انتقادونه هم کیږي، دوه کاله دمخه افغان حکومت د دې دفتر د ريیس په توګه د په دې اشداون له ګمارل کېدو سره موافقه ونه کړه.
د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې د تماس د ډلې ناسته، د هېواد لپاره ګټوره وبلله:
(دا ځل دا ناسته د اسلامي هېوادونو د کنفرانس له خوا جوړه شوه، په زړه پورې دا وه چې په کې د غیر اسلامي هېوادونو استازېو هم برخه اخیستی وه، افغان حکومت ټولو سره د نیکو اړیکو لرل غواړي تر څو د افغانستان د سولې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.)
د تماس د ډلې ناسته چې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د هڅو په نیتجه کې دوه اوونۍ مخکې په سعودي عربستان کې جوړه شوی وه، د څه باندې پنځوسو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو استازېو په کې ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزیر د هېواد په سیاسي اقتصادي او امنیتي برخو کې د ملګروملتونو د سازمان ونډه د پام وړ وګڼله.
دا چې د ملګروملتونو د امنیت شورا به تر کومه ځایه د افغان حکومت وړاندیزونه ومني دا به د امنیت شورا د کره مطالعي وروسته څرګنده شي.