سپینه ماڼۍ وايي، چې د سعودي خلک د سوله ییزو مظاهرو حق لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فلیپ کرولي پرون وویل، امریکا په سعودي عربستان کې د سوله ییزو غونډو او د بیان د ازادۍ په ګډون د انساني عامو حقونو د یوې مجموعې ملاتړ کوي.
د امریکايي چارواکو له خوا دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سعودي د کورنیو چارو وزارت د دې هېواد خلکو ته خبرداری ورکړ چې مظاهرو ته به اجازه ورنه کړي.
په تېرو څو ورځو کې په منځني ختیځ کې له پراخو اعتراضونو څخه په الهام سره د سعودي عربستان په ختیځ کې هم شیعیه ګانو مارشونه وکړل او هم په انټرنېټ کې په فېس بوک سايټ کې په روانه میاشت کې د نورو مظاهرو غوښتنه شوې چې لومړۍ یې د را روانې جمعې په ورځ په پام کې ده.