ایران بیا ۳ افغانان په دار وځړول

ايران وايي، درې افغانان يې د تهران په يوه محبس کې وروسته له دې اعدام کړل چې دوي د يوه بل افغان پر ښځې د جنسي تجاوز په تور محکوم شول.

يوې ايرانۍ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ دا خبر خپور کړ خو نه يې د اعدام شوېو کسانو او نه يې د هغه چا نوم ته اشاره کړې چې تجاوز پرې شوي دي خو دا يادونه يې کړې چې دا پېښه دوه کاله مخکې شوې او درې محکوم شوي کسان د يکشنبې په ورځ په دار وځړول شول.