په کندهار کې چاودنه شوی خو مرګ ژوبله نه لري

د کندهار امنیه قوماندانۍ وایي، چې په دې ولایت کې په پولیسو چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د کندهار امنیه قوماندان خان محمد مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د پولیسو په یو رنجر موټر شوی، چې په کې یو پولیس ټپي شوی دی.

نوموړی وایي، چاودیدونکي توکي په یوه بشکه کې ځای پرځای شوي وو او چا یي مسولیت هم نه دی اخیستی.

د یوبل خبر له مخې د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې د پولیسو د یو رنجر موټر د اوښتو له امله درې پولیس ټپیان دي.

چارواکو د موټر د اوښتو علت د موټر چلونکی بې پروایي ښودلی ده.