د لغمان ولایت په علي شنګ ولسوالۍ کې د دولت پنځلس تنه وسله وال مخالفان د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
د دغو وسله والو سرګروپ چې ځان شاه محمد یادوي خبریالانو ته وویل چې دوي له څلورو کلونو راهیسې د دولت او نړېوالو ځواکونو پرضد وسله وال فعالیت کاوه خو کله چې پوه شول چې دوي د پاکستان د استخباراتو له خوا استعمالیږي نو له دولت سره یو ځای شول.
هغه وویل، خپلې وسلې يې دولت ته سپارلي او غواړي چې ورته د کار روزګار زمینه برابره شي.
د لغمان والي محمد اقبال عزیزي وویل، د وسله والو مخالفانو دا څلورمه وسله واله ډله ده چې د ملي امنیت په همکارۍ له دولت او سولې سره یو ځای کیږي.
په همدی حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په فاریاب ولایت کې د قوماندان کلدار په مشری د وسله والو مخالفانو یوه دولس کسیزه ډله له دولت سره یوځای شوی ده.