د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیره اونۍ کې د وړمې اونۍ په پرتله د افغانستان په سطح په جنایي پېښو کې نهه دیرش په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دې وزارت ویاند زمري بشري نن په کابل کې خبریالانو ته څرګنده کړه چې یونیم سل تنه مشکوک کسان د جنایي پېښو په تړاو نیول شوي او دا مهال تر تحقیقاتو لاندې دي.
ده وویل، چې په تروریستې پېښو کې په تیره اونۍ کې پنځه فیصده کموالی راغلی او د یوه اندازه وسلې او چاودیدونکو موادو د نیول کېدو تر څنګ له نهه نوي تروریستي پېښو څخه هم مخنیوی شوی.
د ښاغلي بشري په خبره په تیره اونۍ کې د مخدرو موادو څو کارخانې ویجاړې او یوولس ټنه نشه یې توکي په افغانستان کې ترلاسه شوي دي:
(هیڅوک له قانون مبرا نه دی ټول باید د قانون په مقابل کې مساوي مسولیتونه ولري او کورنیو چارو وزارت کار په ټول باندې عملي کیږي.
که امنیتي پولیس هم په ناوړه اعمالو کې لاس ولري نو هغوي سره به هم قانوني چلند وشي.)
زمري بشري وویل، چې د دې مخدرو موادو د قاچاق په تور هم شپیته تنه نیول شوي دي.