افغان چارواکي وايي، ناټو ځواکونو د افغانستان په شمال کې د وسلوالو طالبانو په تشکيلاتو کې د امام صاحب ولسوال وژلى دى.
د امام صاحب ولسوال ايوب حقيار وويل، د جمعې د شپې په عملياتو کې د امريکا ځانګړو ځواکونو باز محمد چې د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى و، له يوه بل وسلوال سره وژلى دى.
ښاغلي حقيار وويل، چې باز محمد په دې ولسوالۍ کې پر افغان او ناټو ځواکونو زياتې حملې تنظيمولې او د طالبانو په تشکيلاتو کې د امام صاحب ولسوال و.
حقيار دا هم وويل، چې د امريکا ځانګړو ځواکونو په خپلو عملياتو کې دوه ځايي اوسېدونکي نيولي دي.