د عراق په یوه بانک کې چاودنه وشوه

په عراق کې ځان وژونکې چاودنې نن لږ تر لږه اته اتنه ووژل او تر لسو ډیر یې ټپیان کړل.

دا چاودنه د حدیثه په ښار کې پر یوه حکومتي بانک شوې ده. دا ښار د بغداد شمال ختیځ ته په یوسل او شل کیلومترۍ کې پروت دی.

پولیس وایي چې ځان وژونکي هغه وخت چاودنه وکړه چې خلکو خپلې تنخواوې اخیستې.

په وژل شویو کې لږ تر لږه شپږ تنه پولیس دي.

حدیثه ښار د سنیانو په ولایت، انبار کې دی چې القاعده ډله پکې غښتلې ده.