د لیبیا د بشري حقونو پرضد پیښو تحقیقات کیږي

په هاګ کې د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې نن وویل، دوی به د لیبیا د مشر معمرالقذافي او د هغه د زامنو په ګډون د ملاتړیو د هغو جنایتونو تحقیقات وکړي چې شک کیږي د ملکي کسانو پرضد یې ترسره کړې دي.

د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال لویس مورینو اوکامپو نن په هاګ کې یوې خبرې غونډې ته وویل:
« نن د دوه زره یولسم کال د مارچ دریمه، د څارنوال دفتر پریکړه وکړه چې په لیبیا کې د فبروري له پنځلسمې راپه دې خوا د بشر پرضد د شویو جنایتونو د تحقیقاتو دوسیه پرانیزي»

مورینو اوکامپو زیاته کړه چې د قذافي امنیتي ځواکونو د لیبیا په څو ښارونو کې پر سوله ییزو لاریون کوونکو بریدونه کړې دي.

مورینو اوکامپو بیا خبرداری ورکړ چې، په لیبیا کې به څوک ونه بخښل شي.

د لیبیا د مشر معمرالقذافي ملاتړیو ځواکونو نن د لیبیا په ختیځ کې پر مخالفو یاغیانو بمباري وکړه.

عیني شاهدان وایي، الوتکو د بریقه بندري ښار هوایي ډګر ویشتی دی او د تیلو دغه بندر ته نژدې یې د اجدبیه ښار په نښه کړی دی.