پولیس وایي، د جرمني په فرانکفورت هوایي ډګر کې پرون دوه تنه ووژل شول، دا پېښه هغه مهال وشوه چې د کاسوو یوه سړي پر هغه بس ډزې وکړې چې امریکایي پوځیان یې لیږدول.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه وغندله او ویې ویل:
«زه غواړم چې ټول وپوهیږي چې موږ به هر ډول هڅه وکړو څو وپوهیږو چې دا پېښه څرنګه وشوه، موږ به د جرمني له چارواکو سره یوځای کار وکړو څو ډاډه شو چې ټول هغه کسان چې په دې برید کې یې لاس درلود محکمې ته راکاږو.»
د فرانکفورت د هوایي ډګر د پولیسو ویاند څرګنده کړه، چې یو موټر چلوونکی او یو مساپر وژل شوې دي او دوه تنه نور ټپیان دي چې د یوه ټپونه سخت دي، هغه کس چې ډزې یې کړې دي هغه نیول شوی دی.
امریکا او د فرانکفورت د هوایي ډګر ویاند تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې چې په ډزو کې کوم امریکایي لګیدلی دی که نه دی.