ګيټس:امریکا د کرزي شکایتونو ته سم پام نه دی کړی

د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس په واشنګتن کې وویل، چې د متحد ایالاتو ادارو تر اوسه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي شکایتونو او اندیښنو ته سم پام نه دی کړی.

په کانګرس کې پرون افغانستان ته د ځینو مرستو د کمېدو مساله وڅیړل شوه او د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو یو شمېر استازېو د افغانستان حکومت د نړۍ یو له هغه هېوادو وباله چې اداري فساد په کې خورا زیات دی، خو رابرټ ګیټس د افغانستان د حکومت دفاع وکړه او کانګرس ته یې وویل چې، حامد کرزي بیا بیا امریکایي چارواکو ته د شخصي امنیتي کمپنیو په برخه کې شکایت کړی دی او د ملکي افغانانو د وژنې په اړه یې اندیښنې څرګندې کړې دي اما امریکایي چارواکو دا مسایل جدي نه دې ګڼلي.