ولسمشر کرزي د کونړ پېښه وغندله

د افغانستان جمهور ریییس حامد کرزي په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کی د نهو تنو ماشومانو وژل په کلکه غندلي .

د ولسمشر د ویندوی له دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې یو ځل بیا په دې ټینګار شوی چې ترورستان د افغانستان په کلو او بانډو کې نه دي.

د افغانستان ولسي جرګې هم د یوې اعلامیی په خپرولو سره له افغان دولت نه په کلکه وغوښتل چې په هیواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ولسي جرګې په اعلامیې کې چې د چهار شنبې په ورځ ، د رایو په اکثریت تصویب شوه، د پوځي عملیاتو او د وسلوالو مخالفینو په وسله والو او ځان وژونکو حملو کې د عامه خلکو وژنه په کلکه غندل شویده.

دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ او د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د وسله والو په ځان وژونکو حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات شمېر ملکیان ووژل شول.
له بلې خوا ناټو هم په یوې خبر پاڼې کې منلې چې په کونړ کې د دوي په عملیاتو کې نهه تنه ملکیان وژل شوي دي .

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال ډیويد پيټریوس په یو بیان کې ددې تلفاتو له کبله بښنه غوښتې ا و ویلي هڅه به وکړي چې نورې داسې پېښې رامنځ ته نه شي .