په یمن کې د صالح د ۳۰ کلنۍ واکمنۍ پر ضد مظاهره وشوه

په یمن کې د پرونیو مظاهرو په ترڅ کې ډیر خلک د پایتخت صنعا واټونو ته راوتلي وو. د حکومت مخالفانو دا د ولسمشر علي عبداله صالح د دېرش کلنۍ واکمنۍ پرضد تر ټولو لویه مظاهره وبلله.

مخالفین د صنعا پوهنتون ته د تلونکي لارې په میدان او سړک کې سره راټول شوي وو. دا هغه ځای دی، چې له یوې اوونۍ راهیسې په کې محصلین او اعتراض کونکو کیږدۍ وهلې دي.

علي عبداله صالح اسراییل په دې تورن کړ، چې په یمن کې د حکومت د نسکورولو لپاره د دې مظاهرو په تنظم کې لاس لري او مالي مرسته ورسره کوي.

په عین حال کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، ناوي پیلیه، پرون د یمن استبدادي حکومت ته پرون خبرداری ورکړ، چې د مظاهره کونکو پر ضد دې له زوره کار نه اخلي.