د کابل والي ذبیح الله مجددي استعفی ورکړه

د کابل والي استعفی ورکړه او ولسمشر کرزی یې په خپلو ژمنو کې پر پاتې راتلو او به ولایتي چارو کې پر مداخلو تورن کړ.

ذبیح اله مجددي چې له دوه کالو را په دې خوا د کابل والي و، وویل، بې له دې چې هغه په جریان کې وي مرکزي دولت ولایتي مقامات بدل رابدل کړي دي.

هغه همدا شان وویل، چې مرکزي دولت په دې نه دی توانیدلی، چې کابل ولایت ته کافي منابع برابرې کړي.

ذبیح اله مجددي وايي، خپله استعفی يې د دوشنبې په ورځ وړاندې کړې او ټاکل شوي، چې د روانۍ میاشتي تر پایه خپل کار ته دوام ورکړي.