ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحد ایالاتو ځانګړی استازی پرون د لومړی ځل لپاره په لندن کې له افغان ولسمشر، حامد کرزي، سره وکتل.
مارک ګروسمن چې تیره میاشت په دندې ګمارل شوی په خپل لومړنۍ رسمي سفر کې له ولسمشر کرزی سره ولیدل.

مارک ګروسمن د ریچارډ هولبروک پرځای ټاکل شوی، چې د تیر میلادي کال په وروستیو کې ناڅاپه مړ شو.

د افغانستان د جمهوری ریاست د ارګ په اعلامیې کې راغلي، چې ولسمشر کرزي په لندن کې له بریتانوي مقاماتو سره کتلي او د افغانستان پاکستان او امریکا تر منځ یې د زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.

اوس په افغانستان کې یو لک او څلویښت زره بهرني عسکر د وسله والو طالبانو پر ضد جنګیږي، چې دوه په دریمه برخه یې امریکایان دي.