ترکیه کې د نجم الدین اربکان د جنازې مراسم نن ترسره شول

نن په ترکیه کې د دې هیواد دلومړي اسلام پلوه صدراعظم نجم الدین اربکان د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم تر سره کیږي .

پينځه اتیا کلن اربکان د یک شنبې په ورځ په انقره کې د زړه په حملې ومړ او نن په استانبول کې خاورو ته سپارل کیږي .

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان د اربکان د جنازې په مراسمو کې دګډون په خاطر برکسل ته خپل سفر وځنډاوه .

په انقره کې د اربکان د جنازې په مراسمو کې نن سل هاوو تنو چې په هغه کې د ترکیې د حکومت وزیران هم شامل وو برخه واخیسته .

د ده مړی استانبول ته ولیږدول شو او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې به یې ښايي زرهاوو کسان ګډون وکړي .