د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن غرمه په درې ورځني سفر لندن ته وخوځید.
د افغانستان جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، ټاکل شوې جمهور ريیس د بریتانیا د دفاع، بهرنیو چارو له وزیرانو لوی درستیز او د نړیوالې پراختیايي ادارې له رییس سره غونډه ولري او په افغانستان کې د پراختیايي پروژو، افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو او د بریتانيا په اوږدمهالو مرستو خبرې وکړي.
د اعلامیې له مخې ښاغلی کرزی به د بریتانیا له صدراعظم ډېوېډ کامرون او ولیعهد شهزاده جالز سره هم د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او له ۲۰۱۴ کال وروسته د بریتانیا په مرستو خبرې وکړي.
له جمهور رییس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار رنګين دادفرسپنتا او د ایسا د ادارې رییس نورالله دلاوري او ویاند یې وحید عمر ملګري دي.