جلا جلا پېښو کې د ایساف څلور سرتيري وژل شوي

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو نن په افغانستان کې په جلا پيښو کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې سرتېري یې د افغانستان په جنوب، ختیځ او لویدیځ کې د سړک پرغاړه د ایښودل شویو بمونو په چاودنه کې وژل شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې څلورم سرتېری په ختیځ کې د وسله والو له یوې حملې وروسته ووژل شو.
دناټو په خبرپاڼه کې د وژل شویو سرتېرو هویت نه دی ښودل شوی. له دې سره په افغانستان کې په روانه میاشت کې د ناټو د وژل شویو سرتېرو شمېره څلوردېرشو ته ورسېده. دا شمېره په جنوري میاشت کې یودېرش وه.