د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هېواد کې یې د امنیت د ښه والي په هدف له موټرو د تورو ښیښو د لرې کولو هڅې ګړندۍ کړي.
د دغه وزارت په خبره تر اوسه پورې له زرګونو موټرو څخه تورې ښیښې لرې کړای شوي او دغه کار په جدي توګه دوام لري.
د دغه وزارت ویاند زمری بشري د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، په دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې درلودلې:
(د تورو فلمونو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت جدي ګامونه پورته کړي دي، تر اوسه پورې زرګونه وساېط له تورو فلمونو څخه پا ک شوي دي، له دوو اړخونو څخه په دې کار کیږي.
لومړی دا چې له موټر څخه لرې کیږي او بل دا هغه دوکانداران چې تور فلمونه خرڅوي منع شوي او دوکانونه یې تړل شوي دي.)
ښاغلي بشري زیاته کړه، اوس مهال ډیر کم موټر پاتې دي چې له تورو ښیښو سره تګ راتګ کوي، خو وایي ډیر ژر به دغه شمېره صفر ته راټیټه کړي.
نوموړي وویل، دغه کار دوي لومړې د کورنیو چارو له وزارت او د کابینې له غړو پیل کړې او بیا یي په نورو د پلي کولو هڅه کوي.
د کورنیو چارو وزارت په داسې مهال کې دغه هڅې ګړندۍ کړي چې د افغانستان دملي امنیت شورا هم په خپله وروستۍ غونډه کې وویل، باید تر د دوو ورځو پورې لوړ پوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي او سوداګر له خپلو موټرو څخه تورې ښیښې لرې کړي.
کابل ښاریان هم د تورو ښیښو موټرو اندیښمن کړي او وایي، دا هغه کسان دي چې له پولیسو او ترافیکو نه یې هم سترګه نه سوزي، دوه تنه کابل ښاریان په دې اړه وایي:
(۱ دا د بې امنیتۍ ټوله منبع تورې ښیښې ولا موټر دي، زما د دوکان څنګ ته د سیټې سنټر سره ځانمرګې برید وشو هغه په توره ښیښه موټر کې راغلی وو.
۲ قاچاق او غلاوې زیاتره په دغو موټرو کې ترسره کیږي دا هغه کسان دې چې ترافیک هم ترینه ویره لري باید حکومت یې مخه ونیسي.)
دوي وایي، که حکومت د دغو موټرو مخه ونه نیسي نو په هېواد کې د امنیت راتګ به ګران وي.
دا لومړی ځل نه دی چې د کورنیو چارو وزارت د تورو ښیښو موټرو په وړاندې اقدام کوي بلکه له دې مخکې هم په وار وار ولسمشر کرزي دیته ورته غوښتنې کړي، خو تر اوسه پورې دا ستونزه نه ده هواره شوې.
دا چې د ا ځل د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام څومره ګټور تمامیږي دا به راتلونکې معلومه کړي.