د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یو ځان وژوونکی نیول شوی

د پکتیکا چارواکي وايي، پولیسو په ارګون ولسوالۍ کې یو تن چې د ځان وژونکې حملې نیت یې درلود نیولی دی.

د پکتیکا ولایت مقام په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، نوموړي د افغان ملي اردو په یوه ځايي چارواکي د برید نیت درلود خو تیره شپه ونیول شو.

په اعلامیې کې راغلي، چې نیول شوی کس د پکتیکا د نکې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او کورنۍ اوسمهال په پاکستان کې ده.

څو ورځې مخکې د افغان د ملي امنیت ادارې وویل، چې په وروستیو څو اوونیو کې یې د دوو پاکستانیو په ګډون درې داسې کسان نیولي، چې د ځان وژونکې حملې په نیت له پاکستان نه راغلي وو، خو له حملې مخکې ژوندي نیول شوي.