د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون د بحرین د پاچا وروستی اقدام چې پرکابینی یې له سره کتنه کړی او د نویو اصلاحاتو ژمنه یې کړی، وستایه.
په بحرین کې د دوو اونیو حکومت ضد مظاهرو وروسته د بحرین پاچا حماد بن عیسی الخلیفه د تیرې شنبې په ورځ د خپلې کابینې څلورغړي چې دوه یې د ده د کورنۍ غړي وو له کاره ګوښه کړل.
اوباما د بحرین له مشر څخه دغه رازوغوښتل، چې له خپلو خلکو سره دې له فرقه یې توپیر پرته پراخې او ګټورې خبرې پیل کړي.
په بحرین کې د راپورته شویو قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې چې په دې هېواد کې یې له نویمې لسیزې راهیسي ساری نه دی لیدل شوی، تیره اوونۍ اوه کسان ووژل شول.
دغه مظاهرې د شیعه ګانو له خوا چې په دې هیواد کې اکثریت دي تنظیم شوې وې. شیعه معتریضونو ادعا کړې چې له دوی سره حکومت د نژداي توپیر په اساس چلند کوي.