د عربي ټولنې پخوانۍ سرمنشي وايي، هغه اراده لري چې د مصر د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.
د مصر د دولتي خبري اژانس په وینا عمر موسی تیره ورځ په قاهره کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دې اړه به په رسمي ډول په مناسب وخت کې اعلان وکړي.
خو په هر حال د ښاغلي موسی په دفتر کې چارواکو ویلي، چې تر دې دمه په دې باب کومه حتمي پریکړه نه ده شوې.
نوموړي څو ساعته وروسته له هغې چې حسن مبارک د فبرورۍ په یولسمه نیټه د مصر له واکه لرې شو، د عربي ټولنې د سرمنشي له څوکۍ څخه خپله استعفی ورکړه.
عمر موسې چې په کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري، په ملګرو ملتونو کې د مصر د دایمي استازي په توګه هم پاتې شوی دی.