چين وايي، د بيو لوړوالى به ټولنيز ثبات ته زيان واړوي

د چين صدراعظم وين جياباو وايي، د بيو لوړوالى په دې هېواد کې ټولنيز ثبات ته زيان اړوي.

نوموړي د پيسو د انفلاسيون د کمولو اطمينان هم ورکړ، ويې ويل، چين په پراخه پيمانه غله او نور توليدات، دغه راز د بهرنيو پولي واحدونو د تبادلې خدمات لري، چې کولاى شي د بيو لوړوالى کنټرول کړي.

په جنورۍ کې په داسې حال کې چې کُلي انفلاسيون يوازې پنځه فيصده و، په چين کې د خوراکي موادو بيې لس اعشاريه درې فيصده لوړې شوې وې.

وين، دغه څرګندونې د دې هېواد د پارلمان د کلنۍ غونډې تر پيل مخکې، په يوه انټرنټي پاڼه کړي، دغه غونډه راروانه مياشت جوړېږي.