په خپله خوښه د افغان مهاجرو راستنیدنه له پاکستان څخه پیلیږي

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، چې په خپله خوښه له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د بیرته را ستنېدو لړۍ د راتلونکې سې شنبې له ورځې پیلوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره نن ویلي چې له پېښور او کوټې څخه به د افغان مهاجرو د را ستنېدو دا لړۍ پیل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هر یوه ثبت شوی مهاجر ته چې په خپله خوښه را ستنیږي یونیم سل امریکایي ډالره هم ورکول کیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو په خپره شوې اعلامیه کې له ایران څخه د را ستنیدونکو افغان مهاجرو په اړه څه نه دي ویل شوي.