باچا زرین جان له نن څخه ۶۹ کاله وړاندې یانې پر ۱۹۴۲ میلادي کال د پښتونخوا د دویم لوی ښار مردان په هوتي سیمه کې زېږېدلې.
لومړنۍ زده کړې یې، په خپل کلي کې او د لېسې ترکچې یې د هوتي په یوه ثانوي ښوونځي کې ترسره کړي.
باچا زرين جان د خپلې مشرې خور دلبرجان بلېلۍ او بیا د وخت له مشهور موسيقار استاد پذير خان نه د موسيقۍ زده کړه کړې او په اووه کلنۍ کې یې سندرې ویل پيل کړي.
د نوموړې مشره خور دلبر جان بلېلۍ هم سندرې ویلې او ترڅنګ به یې هارموینه او تبله هم غږوله.
وايي، چې بلېلۍ په هندوستان کې د هغه وخت له ښو ښو سندرغاړو او موسیقارانو سره زده کړې کړې وې او د پښتو ترڅنګ یې په اردو او نورو محلي ژبو سندرې ویلې.
باچا زرين جان په اووه کلنۍ کې د پاکستان راډیو له لارې خپله لومړنۍ سندره - زه پناه ولاړه یمه – هکله بلۍ مه نړوه لیدی مې نشې- ثبت کړه.
نوموړې په اوو ژبو (پښتو،فارسي،اردو،هندکو،سرايکي،پنجابي او نورو محلي ژبو)سندرې ويلي.
د پښتو موسیقۍ دغه مشهوره سندرغاړۍ اوس ۶۹ کلنه ده، يوارې یوې ترافيکي پېښې او بیا د ګوزڼ او زړه پرله پسې حملو سخته ځپلې او کمزورې کړې.
دا مهال د پېښور د یوې لرې پرتې سیمې په یوه کرايي کور کې د ژوند سختې شپې سبا کوي.
د باچا زرین جان خوږ ژبې پښتو سندرغاړې سره د مجیب انګار مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې اوریدلای شي او سندره هم.
مجيب الرحمان انګار،پیښور