په خوست کې ۹ تنه د ماین په چاودنه کې وژل شوي

د خوست ښار امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې نهه تنه وژل شوي دي.

د خوست د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمدیعقوب ازادۍ راډیو ته ویلي، چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د نوموړي په وینا سیمې ته يي د څېړنې لپاره پولیس استولی دی، تر اوسه پورې هیڅ یوې مخالفې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.