په کابل کې نن راکټي برید شوی خو زیان نه لري

په کابل ښار نن سهار راکټي برید وشو، خو ویل کیږي، چې د سر زیان نه لري.

د کابل د امنیې قوماندانی مرستیال داوود امین ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن سهار دوه راکټونه د شش درک او د کابل په دویمه حوزه کې ولګېدل،خو د ښاغلي امین په وینا په دغه پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

بل خوا د حزب اسلامي د ډلې ویاند زبیر صدیقي د برید مسولیت پرغاړه اخیستی او ادعايي کړې، چې د امریکا په سفارت يي اوه راکټونه توغولي دي، خو امنیتي چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.