امریکا په لیبیا کې د خپل سفارت چارې ځنډولي

امریکا په لیبیا کې د خپل سفارت چارې ځنډولي او د قذافي د رژیم پرضد د یواړخیزو بندیزونو لګولو ته تیاری نیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون وویل، واشنګټن به نن پر لیبیا د بندیزونو د څرنګوالي بهیر بشپړ کړي. ده همدا راز وویل چې امریکا په لیبیا کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو د وینو د بهولو له امله په ملګروملتونو کې د لیبیا د غړیتوب د ځنډولو ملاتړ کوي.

د سپینې ماڼۍ له خوا دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې په لیبیا کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام له دې هېواده د امریکا او نورو هېوادونو سلګونه اتباع د وتلو په حال کې دي.