د روسيي له لارې به د امریکا تجهیزات افغانستان ته راځي

د روسیې د پارلمان ولسي جرګې یا دوما پرون د مسکو او واشنګټن ترمنځ هغه تړون رسماً تصویب کړ، چې پر بنسټ یې د روسیې له لارې د امریکا د پوځ د اړتیاوړ تجهیزات، وسلې او سرتېري په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره استول کېږي.

دا تړون د روسیې او امریکا ولسمشرانو د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې لاسلیک کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي یابکوف د دوما غړو ته په وینا کې وویل، دې تړون له متحدوایالاتو او ناټو سره د مسکو اړیکي پیاوړي او په نورو برخو کې یې د روسیې ګټې خوندي کړې.

راپورونه وايي، چې د امریکا پوځ خپلې په سلو کې شپاړلس لوژستیکي اړتیاوې د روسیې له لارې افغانستان ته انتقالوي.

د روسي چارواکو په وینا د ۲۰۰۹ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د روسیې له فضايي قلمرو څخه د امریکا پوځ اوه سوه اتیا الوتنې کړي او ۱۱۵ زره سرتېري او ۱۹ زره ټنه لوژستیکي ضروریات یې له افغانستانه او افغانستان ته انتقال کړي دي.

روسیې ورته تړونونه له جرمني، فرانسې او اسپانیا سره هم لاسلیک کړي دي.