د بنګلدېش حکومت وايي، روسیې په دې هېواد کې د اټومي برېښنا د یوه مرکز له جوړولو سره موافقه کړې ده.
د بنګلدېش د ساینس وزارت پرون وویل، د دواړو هېوادونو چارواکو په دې اړه موافقه د پنجشنبې په ماښام ناوخته د بنګلدېش په مرکز، ډاکه کې لاسلیک کړه.
په پام کې ده چې د اټومي برېښنا دا مرکز د یونیم میلیارده امریکايي ډالرو په لګښت تر 2018 کاله پورې جوړ شي.
همدا راز روسیه به د دې مرکز د چارو د پرمخ بیولو لپاره د هغه کارکوونکو ته مسلکي روزنه ورکوي.
په پام کې ده چې دا مرکز د ډاکې د شمال په یوسل او شل کیلومترۍ کې د روپور په نوم سیمه کې جوړ شي.