په تونس، یمن، بحرین او اردن کې لاریون کوونکي اصلاحات غواړي

له بلې خوا په تونس، یمن، بحرین او اردن کې هم پرون لسګونه زره کسانو مظاهرې وکړې او له چارواکو څخه یې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د یمن په مرکز صنعا او د جنوب په مهم ښار عدن کې لسګونه زره کسانو په مظاهرو کې برخه واخیسته او د ولسمشر علي عبدالله صالح د لیرې کېدو غوښتنه یې وکړه، په یمن کې د روانې میاشتې په نښتو کې پنځلس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په تونس کې اعتراض کوونکو د یوه مارش په ترڅ کې د صدراعظم محمدغنوشي د موقت حکومت د استعفی غوښتنه وکړه.

پولیسو د پلازمېنې په مرکزي برخه کې هوايي ډزې وکړې او له اوښکې بهوونکي ګاز څخه یې کار واخیست څو مظاهره چیان خواره کړي.

په بحرین کې چې پرون د حکومت ضد اعتراضونو دولسمه ورځ وه په مرکز منامه کې مظاهره چیانو، د امنیتي ځواکونو له خوا د تېرې اونۍ د اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې اوو قربانیانو ته د دروناوي په خاطر پراخ مارش وکړ.

د اردن په پلازمېنه عمان کې هم زرګونو مخالفو فعالانو مارش وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د اردن خلکو ته په سیاست کې ونډه ورکړي.

دوي د تېرې اونۍ د مظاهرو په ترڅ کې د اتو کسانو د وژل کېدو په خاطر د امنیتي ځواکونو غندنه هم وکړه.